په جرګه نظام كښې دې د ضم شوو ضلعو ټاكلي استازي او قبائيلي مشران شامل كړے شي۔ فيصل كريم كنډي

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وزيراعظم شهباز شريف او وفاقي وزير امير مقام ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي په جرګه نظام كښې دې د ضم شوو ضلعو ټاكلي استازي او قبائيلي مشران شامل كړے شي۔ د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې د وزيراعظم د جوړې كړې كمېټۍ تعارفي غونډې په مهال ده ووئيل په جرګه نظام كښې دې د ضم شوو ضلعو ټاكلي نمائندګان او قبائيلي مشران شامل كړے شي ولې چې قبائيلي ټولنه په تاريخي توګه په جرګه نظام جوړه ده۔