د روغتيا آسانيو پروګرام نېشنل ډيټا بيس كښې دې يونيورسل ميډيكل ريكارډ سسټم جوړ كړے شي۔د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال

اسلام آباد 01 جولائي(اے پی پی)د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال هدايت كړے چې د روغتيا آسانيو پروګرام نېشنل ډيټا بيس كښې دې د يونيورسل ميډيكل ريكارډ سسټم جوړ كړے شي٬د رنځونو رئيل ټائم ډيټا جوړولو لپاره عزم لرو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ اسلام آباد اسټيټ لائف بلډنګ كښې د روغتيا آسانيو پروګرام مركزي ډيټا سنټر دورې په موقع كړې۔په دې موقع د هيلتھ ايډيشنل سېكرټري او د هېلتھ جوائنټ سيكرټري هم د روغتيا وزير سره وو۔په دې مهال د سټيټ لائف سهولت پروګرام پراجيكټ ډائرېكټر سي اي او وفاقي وزير ته د ډيټا سنټر چارو او فنكشنز په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔د خپلې دورې په مهال د روغتيا وزير د ډيجيټل كيمز سنټر هم دوره وګړه۔وفاقي وزير مصطفٰی كمال ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل شول د روغتيا آسانيو پروګرام اي كليم نفاذ سره د پيپرليس انوائرمنټ ته وده وركړې شوې ٬د روغتيا آسانيو پروګرام كښې د پاكستان تر ټولو لويې نېشنل هېلتھ ډيټا بيس قائم كړے شوے ۔د روغتيا وفاقي وزير ووئيل پاكستان كښې يونيورسل ميډيكل رېكارډ موجود نه دے٬نېشنل ميډيكل ريكارډ نشته والي له امله د رنځور په هسټرۍ پوهيدل ناممكن دي۔ده هدايت وكړو چې د روغتيا آسانيو پروګرام نېشنل ډيټا بيس كښې يونيورسل ميډيكل رېكارډ سستم جوړ كړئ ۔وفاق وزير ووئيل د هر وګري شناختي كارډ نمبر به ميډيكل ريكارډ نمبر جوړولې شي كوم كښې چې به د پاكستان 24 كروړ اولس پورا د صحت لائيو ډيټا موجود وي۔