
پیښور 01 جولائي(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور لكي مروت كښې د نامعلومو كسانو د ډزو په نتيجه كښې د دوه ټرافېك پوليس اهلكارو د شهادت پیښې غندنه كولو سره د پیښې رپورټ غوښتے دے او ډزو كښې د ككړو عناصرو په سمدستي توګه د نيولو لپاره امر يې كړے ۔جاري شوي بيان له مخې وزيراعلٰی د شهيدانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كړې او د شهيدانو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو لپاره يې د زغم دعا كړې۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور وئېلي دي د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬د شهيدانو كورنۍ به يوازې نشي پرېښودلې٬د هغوي به بشپړ معاونت كولې شي۔