
اسلام آباد 01 جولائي(اے پی پی) وزيراعظم د نوي مالي كال په وړومبۍ ورځ د پاكستان سټاك ايكسچېنج د 100 انډيكس په وړومبې ځل د 127000 لوړه كچه په سر كولو د اطمينان څرګندونې كولو سره وئېلي دي نوے مالي كال د يو ښه خبر او معاشي ميدان كښې د يو مهم پېشرفت څخه پېل شوے كوم چې ډېر خوشبينه دے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئېل د سټاك ماركيټ 100 انډيكس خپل لوړې كچې ته رسېدل د دې امر څرګندونه ده چې د هېواد معيشت او حكومتي پالېسو باندې د كاروباري ورورولۍ او سرمايه كارو باور هره تېرېدونكې ورځ مضبوط او مستحكم كيږي۔وزيراعظم ووئيل د تېر مالي كال په مهال حكومت د ښو معاشي پالېسو له امله د هېواد معيشت پرله پسې ښه ريكوري ښودلې٬ دغسې نوے مالي كال به د هېواد معيشت ښه والي پلو سفر كښې يو مهم سنګ ميل به ثابت شي۔وزيراعظم ووئيل د كاروباري طبقې او سرمايه كارو مننه كوو څوك چې د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ كښې د حكومت بشپړه ملګرتيا كوي۔دغسې حكومت هېواد كښې د ښه كاروباري ماحول ودې او سرمايه كارو ته ښې آسانۍ وركولو له هڅې كوي۔