پېښور كښې امن او امان برقرار ساتلو لپاره تر 20 محرم الحرام دفعه 144 ولګولې شوه

پېښور 01 جولائي(اے پی پی)پېښور كښې د امن او امان برقرار ساتلو لپاره تر 20 محرم الحرام دفعه 144 لګولې شوې د ه ٬ په ډپل سورلۍ٬ د افغان كډوالو به تګ راتګ بندېز لګولے شوے ۔د ډپټي كمشنر آفس لخوا جاري شوي نوټيفكيشن له مخې ښار كښې په ډبل سورلۍ ٬ د افغان كډوالو په تګ راتګ بندېز لګولے شوے٬دغسې په هوائي ډزو٬كركجنو وېناګانو ٬ د لاډاسپيكر په غلط كارولو هم بندېز لګولے شوے۔ نوټیفکیشن كښې وئېلې شوي پیښور ښار كښې به په سرائے٬ هوټلو كښې د كوټو په وركولو او د رينټ اے كار په كاروبار به هم بندېز وي او د جلوس او مجالس سره نزدې خوا او شا كښې د ګاز سلنډرز دوكانونه به بند وي۔ بلې خوا په هېواد كښې د محرم الحرام په مهال د سكيورټي اندېښنو له مخې د پوځ تعينات كولو پريكړه شوې ده ۔