
اسلام آباد 01 جولائي(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي نن پاكستان د خپلې 8مې مودې كال26-2025 په مهال د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د ټاكلي غړي په توګه جولائي 2025 لپاره د سلامتي كونسل مشري سنبهال كړه ۔نائب وزيراعظم د نهې په ورځ په ايكس خپل يو پوسټ كښې ووئېل پاكستان دا ذمه واري په عاجزۍ ٬باور او د ملګرو ملتونو چارټر٬نړيوال قانون او ګڼو هېوادونو لپاره د ژور تعلق سر ه به تر سره كوي۔ده ووئيل مونږ به سلامتي كونسل د خبرو اترو٬سفارتكارۍ او پرامن شخړو هواري له ځواب وركونكې او موثره كاروائيو پلو د بوتللو هڅه كوو۔نائب وزيراعظم ووئېل روانه مياشت به د دوه اعلٰی كچې لاس ليكونو پروګرامونو مشري كوو چې پكښې د ګڼو هېوادونو او شخړو پرامن تصفيے د لارې نړيوال امن او د سلامتيا بحالۍ او ملګرو ملتونو او د او آئي سي ترمينځه مرسته كښې د فلسطين درې مياشتنيز بحث مشري شامله ده۔ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو ټولو غړو سره په ګډه كار كولو ته سترګې په لار دے دغسې چې جامع٬متوازن او عملي نتيجې ترلاسه كړی شي۔