
پېښور 01 جولائي(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي لكي مروت كښې په ټرافېك پوليس اهلكارو د ډزو د پېښې غندنه كولو سره د ډزو په نتيجه كښې د دوو پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړی ده ۔جاري شوي بيان له مخې ګورنر د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره يې د زغم دعا وكړه ۔ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔