
اسلام آباد01 جولائي(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د اين-25 ايكسپرېس وے پروژې په پېشرفت د جاج اغستو غونډې وشوه۔په غونډه كښې د مواصلات وزارت٬نېشنل هائي وے اتهارټي(اين ايچ اے)او فرنټيئر وركس آرګنائزېشن(ايف ډبليو او)چارواكو ګډون وكړو۔اين ايچ اے چارواكو غونډې ته ووئېل د اين-25 ايكسپريس وے جوړونه په څلورو پړاؤنو كښې روانه ده ۔دا مهال د جيوا څخه په 100 اربه د 51 كلوميټره برخې 68 فيصد كار بشپړ كړے شوے ۔وفاقي وزير احسن اقبال هدايت وكړو چې د پروژې په اړه ټول قانوني او انتظامي كاروائي په سمدستي توګه بشپړ كړئ دغسې چې د منصوبې د بنياد تيګې ایښودو دستوره د اګست په 14مه نيټه كال 2025 وكړې شي۔ده د مواصلات وزارت ته په دې لړ كښې د ټولو ضروري اقداماتو هدايت هم وكړو۔وفاقي وزير هدايت وكړو چې د ايكسپرېس وے دواړو اړخونو ته د جديد آسانيو لرونكو سروس ايرياز چې پكښې ريسټ ايرياز٬فيول٬پمپس٬ريستوران٬وركشاپس او نورې ضروري آسانۍ شامل وي جوړې كرئ ۔ده د سروس ايرياز ځايونو ټاكلو لپاره د ټرك كمپنو سره د مشاورت په اهميت زور راوړو دغسې چې آسانې د زمكيزو حقائقو له مخې ترتيب كړې شي۔احسن اقبال د اين-25 په پروژو د كار كوونكو خواري كښو حفاظت وړومبې ګرځولو سره د خاص سيكيورټي فورس مختص كولو هدايت هم وكړو۔ده په دې موقع يادګېرنه وكړه چې دې څخه وراندې د اين-85 پروژې په مهال د ايف ډبليو او 42 اهلكار شهيدان شوي وو كومې څخه چې د دې نوعيت پروژو كښې د سيكيورټي اهميت واضحه كيږي۔وفاقي وزير اين-25 د سندھ او بلوچستان ترمينځه يوه مركزي مواصلاتي رابطه ګرځولو سره ووئېل دا پروژه د ايران او افغانستان لارې تر مينځنۍ آسيائي هېوادونو رسنې له يوه ممكنه ګيټ وے ثابتيدې شي۔ده ووئيل د پروژې بشپړېدو څخه به په بلوچستان كښې سماجي او اقتصادي لارې پرانستلې شي او د سيمي اولس ته به د پرمختګ نوې موقعې وركړې شي ۔وفاقي وزير منصوبه تر اګست 2027 د بشپړولو هدف مقررولو سره اړوندو ادارو ته امر وكړو چې هغوي ټول وسائل د پروژې په وخت بشپړولو له باوري كړي۔