
اسلام آباد۔01 جولائي (اے پي پي ) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ترکیه د ازمیر صوبې په ځنګل كښې د تباہۍ كونكې اور په خپرېدو د ترک اولس سره د خواخوږۍ او يووالي څرګندونه كړې ده او د هر ډول مرستې وړاندېز يې كړے ۔ د نهې په ورځ د سماجي رابطې په ویب پاڼه ایکس پوسټ كښې وزیراعظم ووئېل د ازمیر صوبې په ځنګل كښې د تباهۍ كونكې اور په خپرېدو ډېر دړد مند شوم ۔ په دې مشکل وخت كښې زه د خپل ګران ورور صدر رجب طیب اردګان او د ترک اولس سره د زړه نه د يووالي او خواخوږۍ څرګندونه كوم ۔ ده ووئېل مونږ هيله لرو او دعا کوو چې د ځاني او املاک د لږ نه لږ زيان سره به په اور زر قابو وموندلے شي۔ ده ووئېل پاکستان د خپلو نرانو او جرات لرونكو ترک ورونړو خوئېندو سره په بشپر توګه د يووالي څرګندونه كوي او په مشکل وخت كښې د هر ډول مرستې كولو لپاره چمتو دے ۔