واشنګټن 01 جولائي (اے پي پي ) د امریکې جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ په سوريه لګولې بندېزونه ختمولو په حکم نامه لاس ليك كړے دے ، د كومو چې هغه د نوي عبوري لارښود سره وعدہ کړې وه ۔د امریکې خبر رسنې ادارې اے پی تر مخه د سپېنې ماڼۍ پریس سیکرټري کرولائن لیوټ وېنا ده د ’اقدام مقصد د سوريه استحکام او امن پلو راوستلو له مرسته كول دي ۔ د حکم نامې جاري كېدو نه پس د خارجه وزارت ایکټنګ انډر سیکرټري بریډ سمتھ خبريالانو ته ووئېل د دې مقصد په نړيوال مالیاتي نظام كښې د هېواد شاملول ، نړيوال تجارت زياتول او منطقه كښې د هغوي د ګاونډيانو سره سره د امریکې سره هم سرمایه کارۍ ته وده وركول دي ۔ په دستاویز د لاس ليك نه پس د سپينې ماڼۍ د اړخه دغه متن په ایکس جاري کړے شو۔