پاكستان جولائي لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل مشري تر لاسه كړه۔د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد01 جولائي(اے پی پی)پاكستان جولائي 2025 لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل مشري تر لاسه كړې ده ۔د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې پاكستان به دا ذمه واري د ژور مقصد٬عاجزۍ او باور سره ترسره كوي۔وياند ووئيل زمونږ نقطه نظر د ملګرو ملتونو د چارټر مقاصد او اصول٬ د نړيوال قانون احترام او ګڼ اړخيزه اړخونو لپاره د ثابت قدمي سره تعلق لري ٬ په خاص توګه د يو داسې هېواد په توګه كوم چې په مستقل توګه د خبرو اترو او سفارتكارۍ وكالت كړے دے ۔بيان كښې ووئېل شول مونږ مينځني ختيز٬سوئېلي آسيا٬افريقه٬اروپا٬لاطيني امريكا او نورو منطقو كښې نړيوال امن او سلامتيا ته رامخې ته شوو ګڼ شمېر٬شريكو چېلنجونو نه خبرو يو۔بيان له مخې پاكستان د سلامتي كونسل او ملګرو ملتونو پراخه ركنيت ترمينځه د كار كولو لپاره عزم لري او په دې باور لارښوونه كوي چې نړيوال امن او سلامتيا برقرار ساتل زمونږ شريكه ذمه واري ده۔وياند ووئيل پاكستان به د خپلې مشرۍ په مهال جامع او عملي خبرو اترو ته وده وركوي۔د ايجنډې ټول آئټمز كښې به د ټولو شموليت باوري كوي او تعميري مكالمې ته به وده وركولې شي۔پاكستان د سلامتي كونسل او ملګرو ملتونو د پراخا ركنيت ترمينځه د يو پل په توګه د كار كولو عزم لري او دا چې نړيوال امن او سلامتيا په ځاې ساتل شريكه ذمه واري ده۔كونسل به د جولائي په مهال دوه اعلٰی كچ لاس ليك پروګرامونه كوي:د ګڼو هېوادونو د لارې نړيوال امن او سلامتيا ته وده وركولو او د شخړو امناكه حل لپاره “بحث به د جولائي په 22مه نيټه كېږي۔د دواړو غونډو مشري به د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار كوي څوك به جې د جولائي په 23مه نيټه د فلسطين د درې مياشتنيز بحث هم مشري كوي۔بيان له مخې پاكستان د كونسل چارټر ذمه وارو او نړيوالې ورورولۍ هيلو له مخې په وخت او متحده كاروائيو ته وده وركولو لپاره د كونسل ټولو غړو سره په ګډه كار كولو ته سترګې په لار دے۔