د يو اے اي تنزانيه كښې د ټرافيكي پیښې ځپلو سره د غمرازۍ څرګندونه

EM5064 Ministry of Foreign Affairs in Abu Dhabi United Arab Emirates

ابوظهبي 01 جولائي(اے پی پی)متحده عرب امارات د تنزانيه حكومت سره د بس په ټرافېكي پېښه كښې د 38 كسانو په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ۔د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې متحده عرب امارات د تنظانيه په كليما نجارو سيمه كښې رامخې ته ټرافېكي پېښه كښې د مرو او ژوبل شوو كسانو كورنيو سره د غمرازۍ او يو والي څرګندونه وكړه ۔ د امارات خارجه وزارت لخوا يو بيان كښې ووئيل شول متحده عرب امارات٬ د متحده جمهوريه تنزانيه حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونه كوي او په دې افسوس ناكه پېښه د غمرازۍ څرګندونه كوي۔وزارت ځپليو كورنيو سره د يو والي سره سره د ټولو ژوبل شوو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه ۔تنزانيه كښې دوه ورځې وړاندې د دوو بسونو په ټكر كښې 38 كسان مړه او 28 ژوبل شوي وو۔