د وفاقي وزير انجينئر امير مقام او د ګورنر فيصل کريم کنډي ملاقات

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان چارو او د سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ترمينځه ملاقات شوے٬ په دې موقع د صوبې په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو صوبه كښې د ګډ ګورننس په فقدان، ناامنۍ او په کرپشن د تشويش څرګندونه كولو سره موجوده صوبائي واكمن صوبې لپاره زيان مند وګرځول۔ په ملاقات كښې د سپريم کورټ لخوا د خاص چوكو په پرېكړو او د دې په نتيجه كښې په صوبه كښې په سياسي صورتحال هم خبرې وشوې او په يو شمېر اړخونو مشاورت وشو۔