د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې د پارلمان نړيواله ورځ نن ونمانځلې شوه

اسلام آباد ۔30 جون (اے پي پي) د پاكستان پشمول د پارلمان نړيواله ورځ نن د ګل په ورځ په 30 جون ونمانځلې شوه۔ د دې ورځې د نمانځلو مقصد جمهوريت٬ اولسي نمائندګۍ ٬ او د قانون سازۍ عمل كښې د پارلمان كردار رامخې ته كول دي۔ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په 2018 كښې د پارلمان د نړيوالې ورځ نمانځلو منظوري وركړې وه۔ دغسې چې په نړۍ كښې پارلماني ادارې خپلې كاميابۍ زياتې ٬ د چېلنجز مخ نيوے او د اولس سره اړېكې لا ښه كرې شي۔ سږ كال د دې ورځې موضوع ” د جمهوريت لپاره مضبوط پارلمان ” دے كومه چې د فعاله ٬ سپېځلې او جواب وركونكې پارلماني جمهوريت استحكام رامخې ته كوي۔ په دې مهال د پاكستان بشمول ټوله ڼړۍ كښې سېمېنارز ٬ كانفرنسز او د خبرتيا لپاره پروګرامز وكړے شول دغسې چې د قانون سازۍ ٬ قامي مسائل حل ٬ د اقليتونو د حقونو تحفظ او د اولس ګتې له پاليسۍ جوړولو كښې د پارلمان كردار رامخې ته كړے شي او خبرتيا اولس له وركرې شي۔