وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره راجه فاروق حيدر خان، چوهدري طارق فاروق او ډاکټر نجيب نقي وليدل

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د کشمير،ګلګت بلتستان چارو او د سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د آزاد كشمير پخواني وزيراعظم راجه فاروق حيدر خان ليدلي دي ٬ په دې موقع د مسلم ليګ (ن) آزاد کشمير جنرل سيکرټري چوهدري طارق فاروق او پخوانے وزير سردار نجيب نقي هم موجود وٶ۔ د ملاقات په مهال د آزاد کشمير په بدلېدونكې سياسي وضعه او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔