پېښور 30 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر بابر سليم سواتي وئيلي دي پارلمان د جمهوري رياست بنيادي ستن ده٬ كوم چې د اولس د هيلو د ترجمانۍ٬ قانون سازۍ٬ احتساب او د سپېځلې واكمنۍ ضامن وي۔ د پارلمان نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل صوبائي اسمبلۍ عمر له دې عزم سره كار كړے چې پارلماني نظام دې يوازې تر ايوانونو محدود ونه ساتلې شي بلكې عام وګړي په خاص توګه زلمے كول دې دې نظام سره وتړلې شي۔ خپل پېغام كښې ده ووئيل دې مقصد لپاره اسمبلۍ كښې په باقاعده توګه د زده كوٶنكو مطالعاتي دورې كېږي ٬ چې پكښې دوي ته د پارلمان د كاروائۍ نېغ په نېغه د مشاهدې كولو٬ د معلوماتي لېكچرز او پارلماني غړو سره خبرې شاملې وي دغسې چې د ځوانانو آئيني شعور او جمهوري شعور وده ومومي۔ ده ووئيل پارلمان د جمهوري رياست بنيادي ستن ده٬ كوم چې د اولس د هيلو د ترجمانۍ٬ قانون سازۍ٬ احتساب او د سپېځلې وكمنۍ ضامن