د سوات سېند ٬ نهرونو٬ خوړونو او تالابونو كښې د عام اولس او سېلګرو په لمبېدو٬ لامبو وهلو او د كشتۍ په چلولو دفعه 144 نافذ كړې شوه

پېښور 30 جون (اے پي پي) ډسټرکټ مجسټريټ سوات د سوات سېند ٬ په نهرونو٬ خوړونو او تالابونو كښې د عام اولس او سېلګرو په لمبېدو ٬ په لامبو وهلو او د كشتۍ په چلولو دفعه 144 نافذ كړې چې له مخې به يې 60 ورځو لپاره بنديز وي۔ په حكمانه كښې وئيلي شوي د سوات ضلعې په بېلا بېلو سيمو كښې په اوبو كښې د ډوبېدو پېښې رپورټ شوي٬ كوم چې د انسان د قېمتي ځان لپاره خطر لري٬ دې لپاره په دې بنديز ضروري دے٬ په حکمنامه كښې وئيلي شوي په خلاف ورزۍ به د سېكشن 188 پي پي سي له مخې سخته كاروائي كولې شي