
اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د فيجي نيشنل يونيورسټۍ (اېف اېن يو) څلور كسيز پلاوي د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې په زرعي څانګه، د ګني په پېداوار، موسمياتي بدلون او د غېر ملكي سرمايه كارۍ په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ د دې دورې مقصد د پاکستان جديد زرعي تجربو څخه زده كړه او دوه اړخيزه مرستې ته وده وركول دي۔ پلاوي به د جولائي تر څلورمې نيټې د پاكستان په دوره وي٬ پلاوې د اوبو بچت كونكې جديد اوبه خور، سمارټ فارمنګ، ډرون او د مصنوعي ذهانت (اے آئي) په ټيکنالوجۍ او د ډيري فارمنګ په څير په جديد زرعي طريقو كښې خاص خاص خوښي لري