كوئټه۔ 30 جون (اے پي پي) د ېيپلز پارټي د بلوچستان د مېرمنو څانګې د اطلاعات سېكرټري كرن بلوڅ وئېلې دي پي پي پي عمر له د مېرمنو با اختياره كولو لپاره عملي ګامونه اغستي دي٬ د شهيدې بے نظير بهټو ميراث فريال تالپور ډېر په زړه پورې ډول مخ په وړاندې بوتللے او د مېرمنو ونګ يې د بلوچستان بشمول ګرد هېواد كښې په موثر تنظيمي ډهانچه بدل كړے دے۔ يو بيان كښې كرن بلوچ ووئېل د پيپلز پارټي مېرمنو ونګ بلوچستان كښې د مركزي صدرې فريال تالپور په مشرۍ كښې ورځ په ورځ قوي او منظم كېږي۔ فريال تالپور چې د اولس حقونو لپاره كومې قربانۍ وركړي هغه به په تاريخ كښې د سرو زرو په ټكو لېكلې شي۔