لاهور۔ 30 جون(اے پي پي) د پنجاب اعلې وزيرې مريم نواز شريف سپارښتنې تر مخه پي ډي ايم اے د پشكال بارانونو فيكټ شيټ جاري كړو۔ فېكټ شيټ كښې د بارانونو صورتحال ٬ د پنجاب دريابونو ٬ بېراجېز او بندونو كښې د اوبو په حقله او د پشكال بارانونو د لاسه د شوي زيان شمېرې شاملې دي۔ د پي ډي ايم اے وياند تر مخه په تېرو 24 ساعتو كښې لاهور ٬ شيخو پوره ٬ ګجرانواله ٬ ګجرات ٬ سيالكوټ ٬ حافظ آباد ٬ او ډېره غازي خان كښې زيات بارانونه رېكارډ كړے شول۔ د وياند تر مخه سږ كال د روانو بارانونو د لاسه 18 وګړي په حق رسېدلي ٬ 27 كورونه ځپلې شوي او 57 وګري ژوبل شوي دي۔ په حق رسېدلو كسانو كښې 11 ماشومان ٬ 3 مېرمنې او 7 سړي شامل دي۔ تر ټولو زيات مرګونه د كچه كورونو ٬ زړو كورونو او د بام لوېدو د لاسه شوي۔دغسې په خانيوال كښې د تندر پرېوتلو څخه 2 وګري په حق رسېدلي ۔ منډي بهاوالدين كښې 2 ماشومان د كرنټ لګېدو څخه په حق رسېدلي ۔ ډي جي پي ډي ايم اے عرفان كاټهيا وئېلې دي د حكومتي سپارښتنې تر مخه د ځپلو كورنيو به مالي مرسته كولې شي او د پشكال بارانونو وړومبۍ چپه به تر وړومبۍ جوالائې دوام لري۔