
اسلام آباد۔30 جون(اے پی پی) انسټیټیوټ آف سټرېټجک سټډیز اسلام آباد (آئی اېس اېس آئی) د ګل په ورځ خپله 52 مه سالګره ولمانځله۔ د دستورې خاص مېلمه نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ؤ۔ خارجه سېكرترې آمنه بلوچ هم په دستوره كښې ګډون كولو۔ په دستوره كښې سفارتكار ٬ سكالران ٬ تھنك ټېنكس او د پوهنتونونو او ميډيا استازي هم موجود وو۔ د آئي اېس اېس آئي لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دستورې په مهال په پالیسی تحقیق كښې د آئی اېس اېس آئی د 5 لسيزو كاميابۍ په ډاګه كړې شوې او د پالېسۍ په عمل كښی فعاله كردار روان ساتلو له د عزم پخلے وكړے شو۔ نائب وزيراعظم په خپل مهم خطاب كښې په تندۍ سره بدلېدونكې نړۍ كښې د پاكستان د خارجه پالېسۍ د ټولو اړخونو يوه بشپړه خاكه وړاندې كړه۔ ده په تحقيق اډانه لرونكې پالېسۍ جوړولو او د قيادت سوچ مخ په وړاندې بوتللو كښې د پاكستان د مهم تھنك ټېنك په توګه د آئي اېس اېس آئي د كردار ستائنه وكړه۔ ده د تعليمي پالېسۍ خلا ډكولو ٬ د پاكستان د خارجه پالېسۍ هدفونو ته تقويت وركولو او بهر نړۍ ته د پاكستان ستراتيجكي رسنې ته ودې وركولو كښې د آئي اېس اېس آئي د مهم ګډون اعتراف وكړو۔ نائب وزیراعظم اوخارجه وزير اسحاق ډار جنګونو ٬ موسمياتي بحرانونو او د اقتدار منتقلۍ د لاسه ځپلې شوې نړۍ كښې د پاكستان د سباؤن په اړه سفارتكارۍ زور راوړو۔ ده په نړيوال سياست كښې د چين د سوله ايز عروج ٬ د روسيه د بحالۍ او د منځنو طاقتونو د زياتې شوې ايجنسۍ او ګلوبل ساؤتھ حواله هم وركړه۔ نائب وزیراعظم په اوسني پاك هند تاؤ تريخوالي كښې د پاكستان د بشپړ ځواب ذكر كولو سره ووئيل هند پاكستان نه خو يرولے شي او نه مجبورولے شي۔ ده اوبه د وسلې په توګه د كارولو په ضد خبردارے هم وركړو او د سندھ لوظنامې په يو اړخيزه توګه د ځنډولو د هند غېر قانوني اقدام يۍ مسترد كړو۔ په سيمه ايز امن زور راوړلو سره ده ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس خوښې له مخې د كشمير مسئلې عادلانه حل ضروري دے۔ ده په غزه كښې د اسرائيل لخوا د فلسطين وګړو د نسل وژنې او د ايران په ضد د جارحانه اقدامات غندنه كولو سره د نړيوال قانون په شمول د ملګرو ملتونو د چارټر د رعايت او احترام وكالت وكړو۔ نائب وزیراعظم د ايران او اسرائيل ترمينځه اعلان كړې جنګ بندي خوشبينه ګرځولو سره په منځني ختيز كښې ټول اختلافات او شخړې د خبرو او سفارتكارۍ د لارې په سوله ايز ډول د حل كولو په حاجت زور راوړو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير پاکستان۔افغانستان۔چین او بنګله دېش۔چین۔ پاکستان مېکانزم كښې مثبت كردار په ډاګه كړو او سيمه ايزه مرسته زياتولو له يۍ د دې ډول لا اقدامات هركلے وكړو۔ ده جیو اکنامکس، نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو چارټر لپاره د پاكستان په فعاله كردار زور راوړو۔ ده ووئيل زمونږ مقصد د غږ نه لرونكې اولس غږ جوړېدل او د بې وزلو طاقت جوړېدل دي۔ ده آئي اېس اېس آئي ته د تاسيس ورځې مباركي وركړه او انسټی ټیوټ سره يۍ د خارجه دفتر د پرله پسې همكارۍ پخلے وكړو۔ دې څخه وړاندې په خپلو خبرو كښې ډي جي انسټیټیوټ آف سټرېټجک سټډیز سهېل محمود د ګډون كوؤنكو هركلے او د خاص مېلمه نائب وزيراعظم او خارجه وزير مننه وكړه۔ ده د پهلګام پېښې څخه وروستو د هندي جارحيت په ځواب كښې د پاكستان د بشپړ ځواب ذكر كولو سره د هېواد د سياسي او پوځي مشرتابه ٬ رياستي ادارو ٬ سفارتكارانو ٬ ميډيا ٬ سول سوسائټۍ او د ځوانانو پوځي ٬ سفارتي او معلوماتي څانګو كښې د قامي ګټې تحفظ له هڅې په ډاګه كړې۔ ده ووئيل د پاكستان اصولي او په حقائق اډانه لرونكې بيانيه په نړيواله كچه غالبه پاتې شوې۔ ده د هند لخوا د كومې هم ممكنه مهم جويۍ په ضد چمتوالي ته د پرله پسې پام لرنې كولو په حاجت زور راوړو۔ سهېل محمود د پاكستان د يو مهم تھنك ټېنګ په توګه د ادارې د كردار ذكر وكړو۔ ده په دې موقع د آئي اېس اېس آئي مركزونو لخوا د 5 نوو كتابونو د اجراﺀ اعلان هم وكړو۔ د دستورې په مهال ادارې نائب وزیراعظم ته خپل 7 تازه اشاعتونه ٬ دوه كلن جرنل اسټریټجک اسټډیز او كلن رپورټ 2024 هم وړاندې كړو۔ د بي او جي چېئرمېن اېمبېسېډر خالد محمود په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير ته خصوصي شيلډ ډالۍ كړو۔ دا يادګاري دستوره په كېك پرېكولو پايې ته ورسېده