
اسلام آباد۔30جون(اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د هېواد په بېلو برخو كښې د اوسنو سختو بارانونو او سېلابي صورتحال په نتيجه كښې په قيمتي ځاني او مالي زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د سينيټ سيكرټرېټ له مخې د سينيټ چيئرمېن ځپليو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره د ارواښادو بخښنې او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه ۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل ټول قام په دې سخت وخت كښې د ځپليو كورنيو سره ولاړ دے۔ده د وفاقي او صوبائي حكومتونو پشمول په اړوندو ادارو زور راوړو چې هغوي په سمدستي توګه ځپليو سيمو كښې د رېليف او بحالۍ هلې ځلې تندې كړي او ځپليو ته هر ممكن مرسته وركړي۔ده د طبعي آفتونو په موثر ډول مخ نيوي لپاره په جامع٬منظم او د ژراندې د حكمت عملۍ به مرتب كولو ضرورت زور راوړو دغسې چې په سباؤن كښې دا ډول پېښو څخه د كېدونكو زيانونو مخ نيوې وكړے شي۔