د پاكستان هركلے٬ د ثالثي كونكي عدالت پريكړه د سندھ طاس لوظ نامې د سم او فعاله پاكستاني دريځ توثيق دے۔د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد۔30جون(اے پی پی)د خارجه دفتر وياند وئېلي دي كشن ګنګا او رتلے هائيډرو اليكټرك پراجيكټس د پاكستان او هند ترمينځه د شخړې سماعت كونكي د ثالثۍ عدالت وئېلې دي د دې اهليت برقرار دے او دا چې دا كاروائۍ په وخت٬موثره او په منصفانه ډول مخ په وړاندې د بوتللو ذمه وار دے۔د خارجه دفتر وياند د ګل په ورځ جاري شوي بيان كښې ووئېل پاكستان د ثالثي عدالت لخوا د اعلان كړي ضمني ايوارډ هركلے كوي۔وياند ووئيل د جون په 27مه نيټه د ثالثۍ عدالت د دې ضمني ايوارډ اعلان كولو پريكړه د هند لخوا د سندھ طاس لوظ نامې په التوا ساتل غېر قانوني او يو اړخيزه اعلان په تناظر كښې وكړو ۔د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان د دې ضمني ايوارډ هركلے كوي٬دا ايوارډ د پاكستان د دريځ توثيق كوي چې سندھ طاس لوظ نامه سمه او فعاله ده او هند په دې د يو اړخيزه كاروائۍ كوم حق نه لري۔وياند ووئيل مونږ په هند زور راوړو چې د سندھ طاس لوظ نامې د معمول كار دې په سمدستي توګه بيا پيل كړي او د خپلو لوظ نامو ذمه وارۍ دې پوره كړي۔