روغتونونه ٬ ښونځي او د پوليس تهاڼې به په راتلونكو شپږو اته مياشتو كښې فائبرائز شي۔ وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د آئي ټي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي روغتونونه ٬ ښونځي او د پوليس تهاڼې به په راتلونكو شپږو اته مياشتو كښې فائبرائز شي٬ د اے آئي او ايمرجنګ ټيکنالوجيز به د شپږم ټولي نه په پېل كولو تر کنډرګارټن رسولې شي٬ د صحت وزارت سره په ګډه كار كولو سره په “ون پيشنټ، ون آئي ډي” كار كوٶ۔ د ګل په ورځ د آئي ټي وزارت لخوا د جاري بيان له مخې شزه فاطمه خواجه ووئيل وزيراعظم د اسلام آباد پائلټ سمارټ سټي جوړولو امر كړے دے٬ روغتونونه ٬ ښونځي او د پوليس تهاڼې به په راتلونكو شپږو اته مياشتو كښې فائبرائز شي۔ دې ووئيل د وائي فائي ويړيا وركړې لپاره خاص ځايونه په ګوته كوٶ٬٬ ميټرو بس او په اولسي ځايونو كښې وائي فائي لپاره د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ د لارې كار كوٶ، دغسې د تعليم وزارت مونږ سره بشپړه مرسته كوو۔