د انګلینډ او هند کرکټ ډلو ترمينه دوېم ټیسټ میچ به د جولائي 2 نېټې نه پېل كېږي

برمنګھم۔30جون (اے پي پي) د انګلینډ او هند کرکټ ډلو تر مينځه د 5 ټیسټ میچونو د سیریز دوېم میچ به د 2 مې جولائي نه ایجبسټن، برمنګھم كښې پېل كېږي، كوربه ډلې ته د 5 میچونو په سیریز كښې د 0-1 په حساب وړومبے والے تر لاسه دے ۔ د آئي سي سي ورلډ ټیسټ چیمپئن شپ د برخې د 5 ټیسټ میچونو د سیریز په لیډز كښې شوي وړومبي ټیسټ كښې انګلینډ هند له په 5 وکټونو ماتې وركړې وه ۔ د انګلینډ اینډ ویلز کرکټ بورډ (اي سي بي ) تر مخه مېلمه ډله به د دورې په مهال د 5 ټیسټ میچونو سیریز لوبوي ۔ د 5 ټیسټ میچونو په سیریز كښې د هند ډلې مشري شبھمن ګل كوي او د كوربه ډلې مشري آل راونډر بین سټوکس كوي ۔دغسې د دواړو ډلو تر مينځه دوېم ټېسټ میچ به د 2 تر 6 جولائي ایجبسټن، برمنګھم كښې كېږي،