د خیبرپښتونخوا ټورازم اتھارټي بيا خیبرپښتونخوا كښې د بارانونو خبردارے جاري كړو

پیښور30 جون (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ټورازم اتھارټي يو ځل بيا د بارانونو خبردارے جاري كړو ،د خیبرپښتونخوا د ټورازم اتھارټي تر مخه صوبه كښې د پري مون سون باررانونو لړۍ روانه ده ، د بره ضلعو پشمول د لواري ټنل كېر چاپېره سخت باران روان ورېږي ، د باران د لاسه د سیلاب راتللو او د لینډ سلائډنګ خطر دے،سیلګري او مسافردې دې د غیر ضروري سفر نه ډډه وكړي او احتتاطي تدابیر دې خپل كړي ، په كومو هم هنګامي حالاتو كښې دې د خیبرپښتونخوا په ټورازم هیلپ لائن 1422 رابطه وكړي۔