د ايران بريدونو په اسرائيل كښې 31 زره ودانو ٬ 4 زره ګاډو ته زيان رسولے: راپور

تهران ۔30 جون(اے پي پي) د ايران بريدونو په اسرائيل كښې 31 زره ودانو ٬ 4 زره ګاډو ته زيان رسولے دے۔ د روسيې رسمي خبري اژانس تاس په خپل رپورټ كښې د ايران ميډيا په حواله شمېرې وړاندې كولو سره ووئيل دې څخه دا څرګنديږي چې ايراني ميزائل د جنګ په مهال اسرائيل ته زيات زيان رسولے دے۔ تاس د ایرانی نیوز وېب سائټ ډیفا پرېس تر مخه ووئيل په اسرائیل كښې لږ تر لږه 31,000 ودانۍ او 4,000 ګاډي د ايراني توغنديز او ډرونيز بريدونو په نتيجه كښې تباه شوي يا زيات زيان سره مخ شوي دي۔ اسرائیل د ايران په ضد په 13 جون سهار پوځي عمليات پېل كړې وو۔ په ځواب كښې ايران 24 ساعته څخه هم په لږ وخت كښې ځوابي كاروائي وكړه۔ 9 ورځې وروستو په 22 جون امريكا هم دې جنګ كښې شامل شوه او جېټ الوتكو په درېو جوهري تنصيباتو بريد وكړو۔ په دويمه ورځ ماښام تهران په قطر كښې د امريكې لوي پوځي مركز د توغنديز بريد د لارې په نخښه كرو۔ په 24 جون امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ اعلان وكړو چې اسرائيل او ايران بشپړه جنګ بندۍ ته اتفاق كړے۔ اسرائیلی چارواكو تصديق وكړو چې هغوي د امريكې تجويز قبول كړے او اعلان يۍ وكړو چې د ايران په ضد يۍ د آپرېشن ټول مقاصد ترلاسه كړي۔ د دې په ځواب كښې تهران ووئيل اسرائيل په يو اړخيزه توګه د جارحيت په بندولو مجبور شوے او ايران په جنګ كښې بريا ترلاسه كړه۔ دغسې د دواړو هېوادونو ترمينځه په جنګ بندۍ د جون مياشتې 24 مې نېټې څخه عمل روان دے۔