
نوے ډيلے ۔30 جون(اے پی پی) د هندي ايالت تلنګانه كښې په کېمیکل فېکټرۍ كښې د ري اېكټر چاؤدنې په نتيجه كښې 8 كسان مړه او 26 نور ژوبل شوي دي په كومو كښې چې د ځينې حالت اندېښمن ښودلے شي۔ د شنهوا له مخې پوليس ووئيل د چاؤدنې دا پېښه د ګل په ورځ د تلنګانه ايالت سرښار حېدرآباد څخه نزدې 48 کلومیټره لرې د سنګاریډی اولسوالۍ پتانچیرو په صنعتي سيمه پشامیلرام كښې رامخې ته شوه۔ د اطلاعات له مخې د چاؤدنې په وخت په فېكټرۍ كښې نزدې 150 كسان موجود وو۔ د پوليس لخوا په وړاندې كړي ابتدائي رپورټ كښې وئيلې شوي په فېكټرۍ كښې د معمول كار په مهال يو ري اېكټر وچاؤدلو چې له امله يۍ په لويه كچه اور ولګېد۔ د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره اېمرجسني رسپانس ډلې موقعې ته ورسېدې۔ سینئر پولیس اهلکار وی ستیاناریانا ميډيا ته وئيلي دي چې فائر فائټرز په اور قابو موندلو له بشپړه هڅې كوي