
اسلام آباد۔30جون(اے پی پی) په ایشین یوتھ ګرلز نېټ بال چیمپئن شپ كښې پاكستان په خپل څلورم مېچ كښې جاپان ته هم ماتې وركړې ده ۔ په سوئيلي كوريا كښې روان چېمپئن شپ كښې پاکستان ګرلز نېټ بال لوبډلې جاپان ته د 39 په مقابل كښې په 79 ګولونو ماتې وركولو سره کامیابی ترلاسه كړه۔ دا په چېمپئن شپ كښې د پاكستان پرله پسې څلورمه كاميابي ده۔ پاكستان به خپل ګروپ كښې د ليګ 5 م مېچ سبا د نهې په ورځ د مالديپ په ضد كوي۔ پاکستان په پول بي كښې 8 پوائنټس سره تر ټولو وړاندې روان دے۔ چېمپئن شپ به تر 4 جولائی دوام لري