
اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د محرم الحرام د سکيورټي پلان جاج اخستو لپاره داخله وزير محسن نقوي او وزير مملکت طلال چوهدري په اسلام اباد كښې د مرکزي امام بارګاه اثناء عشري جي سکس دوره وكړه او د امام بارګاه منتظمينو څخه يې د انتظامات په اړه پوښتنه وكړه۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې محسن نقوي د عزادارو حفاظت لپاره د سکيورټي او نورو انتظامات هم جاج واخست۔ محسن نقوي په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل د محرم الحرام په موقع جامع امنيتي پلان جوړ كړے شوے٬ په شرخوښو كره نظر ساتلے شوے او سرويلنس نور بهتر كړے شوے۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د بزدل دښمن ناپاكه عزائم خاورې كولو لپاره امنيت ټېنګ كړے شوے۔ ده ووئيل په آزاد کشمير۔ ګلګت بلتستان او ټولو صوبو كښې د هغوي په درخواست د پوځ د تعيناتۍ منظوري وركړې شوې ٬ ده ووئيل پوځ به په صوبو كښې د سول انتظاميه مرستې لپاره موجود وي۔ په دې موقع د اسلام آباد پوليس ډي آئي جي وفاقي وزير محسن نقوي ته د سکيورټي انتظامات په اړه بريفنګ وركړو۔ داخله سيکرټري خرم آغا، اېس اېس پي شعيب هم په دې موقع موجود وٶ۔