غزہ۔30 جون (اے پی پی) د اسرائیل وسله والو ځواكونو د دوو مياشتو په مهال په غزه كښې د مرستې په مركزونو په فلسطينيانو بريدونه كولو سره لږ تر لږه 583 كسان شهيدان او 4,186 ژوبل كړې دي په كومو كښې چې زياتره كوچنيان دي۔ الجزیرہ د غزه د روغتيا وزارت تر مخه ووئيل د مئي 27 مې نېټې څخه د غزہ هيومېنټېرین فاؤنډېشن(جی اېچ ایف) تر انتظام لاندې د مرستې وېش مركزونو كښې د غذائي مرستې ترلاسه كولو له په ولاړو فلسطينيانو اسرائيلي بريدونو كښې لږ تر لږ 583 فلسطینیان وژلې شوي او 4,186 ژوبل شوي دي۔ رپورټ له مخې د اسرائيلي پوځ لخوا د مرستې په مركزونو هر ورځ بريدونه كيږي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي د غذائي مرستې په مركزونو كښې په جمع شوو فلسطينيانو د اسرائيل په بريدونو كښې په مړو شوو كښې د نيمې نه زياته شمېره د كوچنيانو ده