
اسلام آباد۔30 جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې پاكستان د خپلې خپلواكۍ او سيمه اييزې سلامتيا تحفظ عزم لري ٬ هند په يو اړخيزه توګه سندھ طاس لوظنامه ختمولې نه شي، هند اوبه د وسلې په توګه كارول غواړي ٬ د جمو و كشمير شخړه په نړيواله كچه منلې شوې مسئله ده٬ د كشمير مسئلې سولييز حل سره به منطقه كښې امن راشي٬ فلسطيني وګړو سره له انصاف كولو پرته په منځني ختييز كښې امن په ځاې كېدې نه شي ، تجارت او بهرنۍ سرمايه كارۍ ته وده وركولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په انسټی ټیوټ آف سټرېټجک سټډیز كښې يوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ نائب وزیراعظم ووئيل د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې حل كول غواړؤ٬ هند د پهلګام د درغو ډرامه جوړه كړه او د فالس فلېګ آپرېشن لاندې يۍ په پاكستان جارحيت مسلط كړو د كوم چې پاكستان فوري او فعاله ځواب وركړو۔ اسحاق ډار ووئيل هند د نړيوالو قوانينو ښكاره خلاف ورزي كوي ٬ هند په پاكستان خپله مرضي مسلط كولے نه شي له دې كبله هغه بايد يو وارې بيا خپلو پالېسيو ته كتنه وكړي۔ ده ووئيل مونږ د ايران د دفاع د حق بشپړ ملاتړ كوو۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير ووئيل د اسرائيل او ايران ترمينځه د جنګ بندۍ هركلے كوو۔ ده ووئيل اسرائيل د فلسطيني وګړو نسل وژنه كوي۔ ده ووئيل پاكستان په منځني ختيز كښې په روانه وضعه اندېښنه لري٬ په غزه كښې انسانيت سوظ ظلم او زياتې روان دے۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل پاكستان د فلسطين مسئلې د دوه اړخيزه رياستي حل ملاتړ كوي٬ نړيواله ورورولي دې په غزه كښې د اسرائيلي ظلمونو بندولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل پاكستان د ايران اسرائيل جنګ بندۍ هركلے كوي ٬ د ايران د جوهري مسئلې حل دې د خبرو اترو دلارې ولټولے شي۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاكستان د نړيوالې ورورولۍ يو ذمه وار غړے دے او تل يۍ د ايراني دريځ تائيد كړے دے۔ ده ووئيل افغان حكومت دې دا خبره باوري كړې چې خاوره به يۍ د كوم بل هېواد په ضد ترهګرۍ له كارولې نه شي۔ ده ووئيل پاك چين ستراتيجيكي همكاري لا پياوړې كيږي۔ ده ووئيل پاکستان افغانستان سره اړيكې ښه كولو له عملي ګامونه پورته كوي۔