
پېښور ۔ 30 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره په سوات پېښه كښې د سېلګرو رېسكيو كوونكو ځايي ځوانانو ملاقات كړې دې۔ د ګورنر هاؤس پېښور څخه د جاري شوي بيان له مخې ګورنر اېم هلال خان او عصمت علي ته د كشتۍ د لارې د سېلګرو په رېسكيو كولو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ګورنر د دواړو ځوانانو مړانه او د بشري مرستې جذبه وستائله۔ په دې موقع ګورنر دواړه ځوانان د خپل اړخه عمرې له د لېږلو اعلان وكړو۔ ګورنر دواړو له د هغوي په مړانه او د بشري خذمت په جذبه تعارفي شيلډ وركړو۔ ګورنر دوئي له باور وركړو چې دواړو ته سول ايوارډ وركولو له به وزيراعظم ته سپارښتنه كولې شي۔ په دې موقع ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل چې ځايي ځوانانو خپل ژوند خطر سره مخ كولو سره د مصنوعي كشتۍ د لارې د سېلګرو ژوند بچ كړو٬ د ځائي ځوانانو د بهادرۍ او بشري مرستې جذبه د ستائنې وړ ده۔ ده د هلال احمر چيئرمېن ته سوات آفس بېړني خذمات وړاندې كولو لپاره د لا مستحكم كولو او د هلال احمر سوات آفس اېمبولېنسز سره د كشتۍ لګولو هدايت هم وكړو۔ ده ووئيل دې سره به هغوي په سېلابي صورتحال كښې خلك په وخت رېسكيو كړې شي