ریاض ۔30جون(اے پی پی) د سعودي عربستان د دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان بن عبد العزيز سره د اسلامي جمهوريه ايران د وسله والو ځواكونو مشر مېجر جنرل عبد الرحیم موسوی ټيلېفوني تماس ونيولو۔ د سعودی پرېس ایجنسۍ له مخې دواړو لارښودو د ټېلېفوني تماس په مهال په دفاعي څانګه كښې د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست۔ دواړو لارښودو د منطقې په وضعه كښې په رامخې ته شوي پېشرفت او د امن او استحكام په ځاې ساتلو له په روانو هڅو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔