
اسلام آباد۔30جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزېب په څلورم نړيوال كنفرنس آن فنانسنګ فار ډویلپمنټ كښې د پاكستان نمائندګي كولو له د ګل په ورځ سپين ته روان شو۔ د خزانې وزاقت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جولائي اولنۍ نېټې څخه د سپين په سیویل ښار كښې كېدونكې دې څلور ورځني كنفرنس كښې بېلو هېوادونو څخه لارښود ٬ پالېسي جوړونكي او ګڼ شمېر پرمختيائي پوهان ګډون كوي۔ په كنفرنس كښې به پرمختګ كوؤنكو او رامخې ته كېدونكو معيشتونو لپاره د تلپاتې او عصري مالياتي تګلارو په چمتووالې او د تلپاتي پرمختګ هدفونو تندۍ سره ترلاسه كولو له په هڅو غور كولے شي۔ د خزانې وزير به د خپلې دورې په مهال د كنفرنس په مركزي غونډو او د اعلی كچې بېل سائيډ ايونټس كښې ګډون كوي۔ سېنېټر اورنګزېب به په يو مهم سېشن “ د پور په بدل كښې پرمختګ : ډی سی اېس فنانسنګ اپروچ” كښې خاص مېلمه وي چرته به چې هغه د پاكستان دريځ او په پرمختيائي مالياتو كښې د پور د تنظيم نو او د ډپازټ پروټېكشن په امكاناتو خبره كوي۔ د خزانې وزير به د سرمایه کارۍ په اړه د کرېډټ رېټنګز په كردار پالېسي ډائيلاګ ته مهم خطاب كوي۔ وفاقي وزير به د انټرنشېنل بزنس فورم تر اهتمام لاندے د كچنۍ او منځومانۍ درجې كاروبار لپاره په مالي مرسته كښې د پراختيا په سرخط خطاب كوي۔ هغه به د نړيوالې مرستې بحالۍ او تجديد په سرخط يو ګول مېز مذاكرې ته هم خطاب كوي۔ د كنفرنس په موقع به د خزانې وفاقي وزير يو شمېر نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه كوي۔ د وفاقي وزير په دې كنفرنس كښې ګډون د پاكستان د دې عزم عكاسي كوي چې پاكستان به په عصري مالياتي حل ٬ نړيواله مرسته او پرمختييائي موضوعاتو خپل فعاله غږ نړۍ ته رسولو له بشپړه كردار ترسره كړي۔