
اسلام آباد۔29جون (اے پی پی) هائیر ایجوکیشن کمېشن د یو اېس پاکستان نالج کورېډور پراجېکټ لاندې په امريكا كښې د پی اېچ ډی سکالرشپ اعلان كړې۔ دا سکالرشپ به خزاں 2025، بهار 2026 او خزاں 2026 لپاره وي۔ د كمېشن لخوا د جاري شوو تفصيلاتو له مخې دا سكالرشپ ترلاسه كوونكے سكالر به د امريكا په 300 د لوړې كچې په پوهنتونونو كښې پي اېچ ډي كولي شي۔ دې سكالرشپس لپاره خواستونه خزاں 2025 له تر 20 جولائی، بهار 2026 له تر 15 نومبر 2025 او خزاں 2026 له تر 30 اپرېل 2026 جمع كېدې شي۔