
سیالکوټ۔29 جون(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف ويلي دي چې د سوات پېښې په اړه خبره كولو له الفاظ نه لرم ٬ په دې كښې هېڅ شك نشته چې دا د رېسكيو برېك ډاؤن دے٬ دا كومه اولنۍ پېښه نه ده بلكې دې څخه وړاندې هم د ریسکیو د ناكامۍ دا ډول پېښې رامخې ته شوې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په ډسكه كښې د سوات پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره له غمرازۍ وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د دغه پېښې په اړه خبره كولو له ما سره الفاظ نشته خو دې كښې شك نشته چې دا د رېسكيو برېك ډاؤن دے او دا كومه اولنۍ پېښه نه ده بلكې دې څخه وړاندې هم د رېسكيو د ناكامۍ داسې پېښې رامخې ته شوي دي ، د ریسکیو عمله تش لاس راغله او بيا لاړه ولې چې دوئي مشينري نه لرله د كومې په مرسته چې مخامخ ولاړ كوچنيان او د هغوي مور پلار د مرګ خلې ته تللو څخه بچ كړي۔ ده ووئيل په ځپلې كورنۍ خو دا قيامت دے خو نه ده معلومه چې د دغې ځايې د حكومتي واكمنو په ضميرونو به هم كوم قيامت راغلې وي يا نه۔ ده ووئيل دې څخه د زيات غفلت او كمۍ بل كوم ثبوت وړاندے كېدے شي۔ ده ووئيل دې كښې شك نشته چې آفتونه د پاك پروردګار لخوا راځي خو دې څخه بچ كېدو لپاره اقدامات هم كولې شي كوم چې صوبائي حكومت نه دي كړې۔ ده ووئيل كوم سخت وخت چې په ځپلې كورنۍ تېر شوے دے داسې دے په چا رانشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل زه سياسي خبرې كول نه غواړم خو دومره به ضرور وايم چې واكمن چرته هم وي هغه بايد د خپلو ذمه وارو احساس وكړي۔ ده په پېښه كښې په حق رسېدليو له د بخښنې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔