د وزيراعظم سياسي لارښود چوهدري نثار سره ملاقات ٬ په ملكي او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه

پېنډۍ ۔29 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د اتوار په ورځ سياسي لارښود چوهدري نثار سره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم د چوهدري نثار خيريت وپوښتلو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال په ملكي او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دا ملاقات په زيات زړه پوري چاپېريال كښې وشو او دواړو لارښودو د تېر وخت يادونه تازه كړل۔