
اسلام آباد۔29جون(اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (اېن ډی اېم اے) د راروانو 3 څخه تر 4 ورځو په مهال د ګرد هېواد په بېلو سيمو كښې د پشكال بارانونو او ممكنه سېلاب په اړه الرټ جاري كړے دے۔ د اتوار په ورځ د اېن ډي اېم اے وياند لخوا ج جاري شوي بيان له مخې 29 جون څخه تر 5 جولائي په كشمير ٬ اسلام آباد، پوټھوهار، شمالی او وسطی خېبر پښتونخوا كښې د بارانونو امكان دے۔ د ممكنه بارانونو په نتيجه كښې په پېښور ، چارسدہ، نوښار او کوهاټ كښې د سېلاب راتللو اندېښنه ده۔ په پېنډۍ ، اسلام آباد، اټک او چكوال كښې نن د شپې 9 بجې څخه تر سهار 4 د سخت باران امكان دے۔ دغسې په جهلم، منډی بهاؤالدین، ګجرات، سیالکوټ، ګوجرانواله، نارووال او لاهور كښې هم د زيات باران امكان دے۔ د بارانونو دلاسه د فېصل آباد او سرګودھا ډويژن په ښكته سيمو او هزارہ، مالاکنډ، آزاد کشمیر او پیر پنجال كښې د سېلاب او په غرئيزو سيمو كښې د لېنډسلائيډنګ امكان دے۔ د كابل او سوات دريابونو او د چترال او هنزه په ولو كښې د اوبو بهير زياتېدې شي۔ 2 څخه تر 5 جولائی په کراچۍ، حېدرآباد، ټھټھه او بدین كښې د زياتو بارانونو له امله د سېلاب اندېښنه زياته شوې ده۔ وګړي دې د تندو هواګانو په مهال كمزورو ودانيو ٬ د بجلۍ ستنو او بل بورډز څخه لرې پاتې كيږي۔ اېن ډی اېم اے ټولو اړوندو ادارو ته هدايات جاري كړې دي چې هغيه دې د كوم بېړني صورتحال مخنيوي له پېشګي اقدامات باوري كړي۔ اېن ډی اېم اے اولس ته خواست كړے دے چې هغه دې د موسم او ممكنه خطرو په اړه ځان خبرولو له پاك اېن ډی اېم اے ډیزاسټر الرټ څخه لارښودنه ترلاسه كړي۔