ګورنر فيصل كريم كنډي سره د كرم قبائلي مشرانو پلاوي ملاقات

پېښور ۔ 29 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی سره د كرم قبائلي مشرانو مولانا قوت خان پاړہ چمکنی او ملک امجد خان پاړہ چمکنی په مشرۍ كښې پلاوي په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې د هلال احمر خېبر پښتونخوا چیئرمېن ملک حبیب اورکزئی هم موجود ؤ۔ په ملاقات كښې د كرم ځپليو ته د پېښو مسئلو ٬ د روډ بند پاتې كېدو د لاسه د رامخې ته شوي صورتحال او د امنيتي ځواكونو آپرېشن په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي د هلال احمر خېبر پښتونخوا لخوا د كرم ځپليو په هره ممكنه مرسته كولو د ګورنر مننه وكړه۔ ګورنر فېصل كريم كنډي پلاوي سره خبرو كښې ووئيل چې په كرم كښې د امنيتي ځواكونو آپرېشن خوشبين دے٬ د دې مسئلې د حل بنيادي ذمه واري د صوبائي حكومت ده خو په دې كښې د غفلت د لاسه د سړكونو د بند پاتې كېدو په شمول يو شمېر نورې چارې تر دې دمه حل نه شوې۔ ده ووئيل ګورنر هاؤس او هلال احمر به سباؤن كښې هم د كرم د ځپليو مرسته دوامداره ساتي۔