د وفاقي وزير وزير محسن نقوي د سي ايم ايچ بنو دوره ٬ د امنيتي ځواكونو تپوس پوښتنه ٬ د هغوي حوصله يۍ وستائله

اسلام آباد۔29جون(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی سی اېم اېچ بنو ته ورسېد او دغلته يۍ په قطبي وزيرستان كښې د فتنة الهندوستان د ترهګرو په بزدلانه بريد كښې د امنيتي ځواكونو د ژوبل شوو ځوانانو تپوس پوښتنه كولو سره د هغوي د حوصلې ستائنه وكړه۔ د داخله وزارت لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير محسن نقوي د ژوبل شوو ځوانانو خېريت وپوښتلو او د هغوي زر روغتيا لپاره يۍ دعا وكړه۔ داخله وزير ووئيل ستاسو د حوصلې په ليدلو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ عزم لا قوي شوے دے۔ محسن نقوی ووئيل تاسو د پاكستان مېړني فرزندان يۍ ٬ ستاسو غېر معمولي جذبې سره زمونږ سر په وياړ هسك شوے دے ٬ كوم قام چې ستاسو په څير مېړني زامن لري هغې ته څوك ماتې وركولې نه شي٬ ټول قام ستاسو ترڅنګ ولاړ دے او ستاسو زر روغتيا له لاس په دعا دے۔ د خېبر پښتونخوا آئی جی پولیس ذوالفقار حمید هم داخله وزير سره د ژوبل شوو عيادت وكړو۔