د بلوچستان په زياتره سيمو كښې د 5.3 شدت زلزله ٬ كوم زيان نه دے شوے

اسلام آباد۔29 جون(اے پی پی) د بلوچستان په زياتره سيمو كښې د 5.3 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د یونائیټډ سټېټس جیولوجیکل سروے (یو اېس جی ایس) لخوا د وړاندې كړې شوو اطلاعاتو له مخې د بلوچستان په زياتره سيمو كښې سهار درې نيمې بجې د 5.3 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د زلزلې مركز په بلوچستان كښې د باركھان په قطبي ختيزه سيمه كښې 60 كلوميټر لرې ؤ۔ په سمدستي توګه د زلزلې د لاسه د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ چارواكي د صورت حال جاج اخلي۔