
اسلام آباد۔29 جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د تركيه خارجه وزير حاقان فيدان سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقعه په دوه اړخيزه او ګن اړخيزه اړيكو ٬ سيمه ايز پېشرفت او په 11’12 جولائی كوالالمپور كښې د كېدونكي آسيان ريجنل فورم په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔