په مسجد نبوی كښې سمر قرآن پروګرام ٬ رجسټريشن پيل شو

مدینه منورہ۔29جون(اے پی پی) په الحرمېن الشریفېن كښې د ديني چارو ادارې لخوا په مسجد نبوي كښې د قرآن كريم صحيح تلفظ سره وئيلو له سمر قرآن پروګرام پېل كړے شوے دے۔ د عاجل نيوز له مخې په الحرمېن كښې د ديني چارو مشر شېخ ډاكټر عبد الرحمان السديس د قرآني تعليم پروګرام پرانسته وكړه۔ دا پروګرام به په باقاعده توګه د ګل په ورځ په 5 محرم الحرام 1447 پېل كړے شي كوم به چې تر 15 صفر دوام لري۔ په پروګرام كښې شموليت كښې خوښي لرونكو لپاره رجسټرېشن پېل كړے شوے دے۔