د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري سره د ويتنام سفير ملاقات

کراچۍ۔ 28 جون (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري سره د وېتنام سفير فام آنه توان (Pham Anh Tuan) په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د خالي په ورځ ګورنر هاؤس څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې ګورنر كامران خان ټېسوري ووئيل د وېتنام سرمايه كار په سندھ صوبه كښې ګټورو څانګو كښې سرمايه كارۍ څخه په زړه پورې ګټه پورته كولې شي۔ ده ووئيل سرمايه كارانو لپاره هره ممكنه آساني ٬ لارښودنه او مرسته باوري كولو له اسپېشل انوېسټمنټ فېسیلیټېشن کونسل جوړ كړے شوے دے۔ په ملاقات كښې د وېتنام سفير ووئيل د سندھ ګورنر اقدامات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د وېتنام سرمايه كار د سندھ په بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ كښې ژوره خوښي لري۔ په دې مهال د وېتنام سفير ملي بېرغ هسك كړو٬ د قائد اعظم د تاريخي روم دوره يۍ وكړه او د شجركارۍ مهم لاندې يۍ بوټې نال كړو۔