پاكستان د خپلې قامي سلامتيا او خپلواكۍ تحفظ له چمتؤ او لوظي دے: فيلډ مارشل عاصم منير

پېنډۍ ۔28جون(اے پی پی) فیلډ مارشل سید عاصم منیر وئيلي دي چې پاكستان د خپلې قامي سلامتيا او خپلواكۍ تحفظ لپاره په بشپړه توګه چمتو او لوظي دے٬ د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې پاكستان نېول اکېډمی كراچۍ كښې د زړه پورې بحري رواياتو عكاسي كوونكې د 123م مډشپ مېن او 31م شارټ سروس کمېشن کورس کمېشننګ پرېډ وكړے شو۔ فیلډ مارشل سید عاصم منیر په دې موقعه خاص مېلما ؤ۔ نېول اکېډمۍ ته په رارسېدو چیف آف دی نیول سټاف اېډمرل نوید اشرف خاص مېلما ته هركلې ووې۔ د 123م مډشپ مېن او 31 م شارټ سروس كمېېشن كورس په كمشنګ ټرم كښې 127 مډشپ مېن شامل وو په كومو كښې چې د بحرېن 19، د عراق 4 او د فلسطين 2 مډ شپ مېن موجود وو۔ پرېډ ته خطاب كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منېر کمېشن ترلاسه كوؤنكو افسرانو او د هغوي كورنيو له مباركي وركړه۔ خاص مېلمه ووئيل پاکستان نېول اکېډمی د ملګرو هېوادونو كېډټس ته غوره پېشه وره تربيه وركوي۔ د بحرېن، عراق، ریاستِ فلسطین، جمهوریه جبوتی او جمهوریه تركيه كېډټس په نني کمېشننګ پرېډ كښې موجودګي د پاكستان نېول اكېډمۍ د اعلی تربيتي معيار څرګندونه كوي۔ د پاك بحري ه په پېشه ورو صلاحيتونو رڼا اچولو سره خاص مېلمه ووئيل د يو مهم سيمه بحري قوت په توګه د نړيوال سی لائنز آف کمیونیکېشن تحفظ باوري كولو له د پاك بحريت هڅې له اوږدې مودې څخه راروانې دي٬ په پاك هند تاؤ تريخوالي كښې د آپرېشن بنیان مرصوص په مهال وسله والو ځواكونو په عددي اعتبار سره څو چنده لوے دښمن ته فوري او پرېكنده ځواب وركړو۔ ده ووئيل دا كارروائي د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې پاكستان د خپلې قامي سلامتيا او خپلواكۍ تحفظ لپاره په بشپړ ډول تيار او لوظي دے۔