د سوات په پيښه ټول اولس خفه دے ٬ د خيبر پښتونخوا د اولس د خير ښيګړې پيسه او وسائل په احتجاج او دھرنو مصرف كړې شول ، د ډی سی معطل كولو په ځايې وزيراعلی بايد مستعفي شوے ؤ: وفاقي وزير عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د سوات په پیښه ټول اولس خفه دے٬ صوبائي حكومت د څو ساعتونو تېرېدو باوجود په سېلاب كښی نخښتې كسان ريسكيو نه كړې شول٬ د اولس د خېر ښېګړې پېسه او وسائل په دھرنو او احتجاج مصرف كړې شول او اوس وائي چې خېمې لګول زما كار نه دے٬ د ډی سی معطل كولو په ځايې خپله د خيبر پښتونخوا وزيراعلی بايد مستعفي شوے ؤ٬ په خېبر پښتونخوا كښې د كرپشن ريكارډ جوړولے شي٬ د هېواد په ضد كه ټويټ كول وي نو تحريك انصاف تر ټولو وړاندے وي۔ د خالي په ورځ د قانون او انصاف وزير مملكت بېرسټر عقيل ملك سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د قدرتي آفتونو په مهال ريليف وركول د اړوندو حكومتونو ذمه واري وي۔ وفاقي وزير ووئيل په سوات درياب كښې يوه د افسوس وړ پېښه رامخې ته شوه كومې چې ټول اولس خفه كړې دې۔ د صوبائی حکومت له دې پېښې وروستو د سوات ډي سي معطل كولو په ځائې بايد د صوبې وزيراعلی مستعفي شوے ؤ كوم چې دا خبره په جهر كوي چې خېمې لګول زما كار نه دے۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعلی ته اولس مېنډېټ د اولسي خذمت لپاره وركړې دې۔ ده ووئيل سوات د سېلګرۍ مركز دے خو په 12 كلونو كښې د تحريك انصاف حكومت انفراسټركچر تباه كړې دې٬ د رېسكيو نظام فعال كړے شوے نه دے كوم چې خلك بچ كړے شي۔ څو ساعته تېرېدو باجود نخښتې كسان رېسكيو نه كړې شول۔ ده پوښتنه وكړه چې كومه چورلكه به په غېر قانوني توګه د تحريك انصاف باني كاروله او وزيراعلی به هم ټوله صوبه كښې ګرځېدو لپاره كاروله هغه رېسكيو كارروايۍ لپاره ولې ونه كارولې شوه۔ دا د سېلګرو نه بلكې د تحريك انصاف د نظام مرګ دے۔ وفاقي وزير ووئيل دا څومره لويه بې حسي ده چې 9 څخه تر 12 كسانو مړي درياب څخه راويستلې شوي دي او وزيراعلی وائي زما دا كار نه دے چې زه دغلته خېمې ولګوم۔ آيا د خلكو ژوند بچ كول ستا كار نه دے؟ لاء اېنډ آرډر، لېډی ریډنګ روغتونه فعاله كول ستا كار نه دے؟ غوره پوهنتونونه جوړول ستا كار نه دے؟ ستا كار په اسلام آباد بريد كول ٬ سركاري املاكو ته زيان رسول ٬ ګنځلې كول دي؟ وفاقي وزيرووئيل پی ډی اېم اے په صوبو كې په آفتونو قابو موندلو له جوړه كړې شوې ده٬ د اولس د ټېكس پېسه پي ډي اېم اے لپاره كارولې شي۔ ده ووئيل د ډي سي څه قصور دے۔ د كرپشن قصې خو ستا دي٬ د اربونو روپو كوهستان سكېنډل هم رامخې ته شوې دې د كوم چې نېب نوټس اخستے دے۔ د بې وزله اولس 50 كروړه روپۍ په خپل صوابديدي فنډ كښې واچولې شوه۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا حكومت په بشپړه توګه ناكام شوے دے۔ ده ووئيل تاسو د پنجاب سره موازنه وكړۍ ٬ مريم نواز د صوبې په ټولو ضلعو كښې اېنټی انکروچمنټ آپرېشن پېل كړے دے۔ ده ووئيل آيا د خلكو لمينځه تللو څخه وروستو به پرېكړې كيږي؟ ده ووئيل ليډر شپ پرېكړې پېښو څخه بچ كېدو له د وخت نه مخكښې كوي۔ وفاقي وزير ووئيل ټول نظام بايد معطل كړے شي د يو ډي سي معطل كېدو سره به څه وشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل وزیراعظم تل وائي چې د دې هېواد په تعمير او پرمختګ كښې اپوزيشن بايد خپل كردار ترسره كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل تحریک انصاف اول اېم ډبلیو اېم جوائن كولو ٬ د اېم ډبليو اېم په پارليمان كښې وجود ؤ خو هغوي سني اتحاد كونسل جوائن كړو كوم چې په ټاكنو كښې موجود نه ؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې عطاﺀ تارړ ووئيل د چیف سېکرټری دغلته د تللو حاجت نه ؤ بلكې وزيراعلی بايد خپله تلے ؤ۔