ایبټ آباد۔ 28 جون (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا حكومت سينئر بېوروكرېټ او د هزار ډويژن پخوانے كمشنر ظهير الاسلام د فاټا ټربيونل خيبر پښتونخوا چيئرمين تعينات كړے دے٬ هغه د خپل منصب ذمه وارۍ په غاړه واخستې۔ په دې مهمه او باوقاره تعيناتۍ د مانسهرې ډپټي كمشنر خالد اقبال خټک او ډي پي او شفیع اے ګنډاپور ده سره د ده په استوګنه ملاقات وكړو او مباركي يۍ وركړه۔ ضلعی افسرانو په دې موقعه د ظهير الاسلام انتظامي خذماتو ٬ پېشې ورې تجربې او د اولسي خېر ښېګړې خذماتو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔