
هری پور۔ 28 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې مونږ له به خپلې مسئلې په خپله حل كول وي ٬ په دې وروستي هندي جارحيت كښې پاكستان نه يوازې په جنګي بلكې په سفارتي محاذ هم تاريخي كاميابۍ ترلاسه كړې٬ هند په هر يو مېدان كښې ناكامۍ سره مخ شو٬ د بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې پاكستاني سفارتي پلاوي په نړيواله كچه د هېواد دريځ په بشپړ ډول وړاندے كړو۔ ده د خالي په ورځ د هري پور دورې په موقع د هری پور چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټري تر اهتمام لاندې پاك پوځ ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له راجوړې كړې شوې دستورې ته د خاص مېلما په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د هري پور چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر شهباز خان نیازی او د هري پور تحصيل چيئرمېن په شمول د چېمبر غړو او عهدېدارانو ګډون كولو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ګورنر ووئيل هندي جارحيت زمونږ لپاره لوے امتحان ؤ د كوم چې پاك پوځ خله ماتې ځواب وركړو۔ دا كاميابي نه يوازې په عسكري بلكې په سفارتي مېدان كښې هم د پاكستان بريا ده۔ ده ووئيل مونږ په دې وياړؤ چې پاكستاني فيلډ مارشل ته امريكائي صدر بلنه وركړه او دا د هېواد د تاريخ تر ټولو لويه سفارتي كاميابي ده۔ ګورنر ووئيل ما وفاقي حكومت ته تجويز وركړے دے چې د سکیورټی فورسز، پولیس او لیویز د شهداء كورنيو ته دې د بېنظير انكم سپورټ پورګرام لاندې كارډز جاري كړې شي دغسې چې د هغوي مالي مرسته وكړې شي۔ فېصل کریم کنډی د هېواد د معيشت په استحكام كښې د سوداګرې ورورولۍ د كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل سوداګرې ورورولۍ ته د پېښو مسئلو حل كولو له وفاقي حكومت او نورو اړوندو ادارو سره زما خبرې راوانې دي۔ ده ووئيل زمونږ صوبه سېلګرۍ لپاره ډېره مناسب صوبه ده٬ دلته د مذهبي سېلګرۍ هم بلها موقعې شتون لري او ګرد هېواد او دغسې بهر هېوادونو څخه سېلګري خېبر پښتونخوا ته راځي خو د سوات اوسنۍ پېښې د لاسه سېلګري دلته راتللو څخه ډډه كوي٬ صوبائي حكومت له به د سېل په سيمو كښې آسانۍ باوري كول او د سېلګرو تحفظ له ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل دلته سېلګري كومې آسانۍ نه لري۔ د تېرو 12 كلونو څخه يوازې د بيان بازۍ سياست شوے دے۔ ده زياته كړه چې د سوات په پېښه وزيراعلی بايد مستعفی شي۔