عدالتي پريكړې سره د پاكستان بيانيه قوي شوې ٬ هند په يو اړخيزه توګه سندھ طاس لوظنامه ختمولې نه شي ٬ په آبي وسائلو كار كوو ٬ اوبه زمونږ لائف لائن دي: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې عدالتي پرېكړې سره د پاكستان بيانيه لا قوي شوې ده ٬ هند په يو اړخيزه توګه سندھ طاس لوظنامه ختمولې نه شي٬ په آبي وسائلو كار كوو٬ اوبه زمونږ لائف لائن دي۔ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د خالي په ورځ په جاري شوي بيان كښې وزيراعظم شهباز شريف د سندھ طاس معاملې حوالې سره د مستقل ثالثی عدالت (Permanent Court of Arbitration) لاندې د ثالثی عدالت لخوا د وركړې شوي ضمني ايوارډ هركلي كولو سره ووئيل چې عدالتي پرېكړې سره د پاكستان بيانيه لا قوي شوې ده٬ هند په يو اړخيزه توګه سندھ طاس لوظنامه معطل كولې نه شي۔ ده ووئيل په آبي وسائلو كار كوو ٬ اوبه زمونږ لائن لائن دي۔ وزيراعظم د قانون وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ او اټارني جنرل منصور عثمان اعوان د هڅو ستائنه هم وكړه۔